سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تانزانیا کې د روغتیایي بیمې نوې بستې د کپیټالېزم استثمار دی
بسم الله الرحمن الرحيم
په تانزانیا کې د روغتیایي بیمې نوې بستې د کپیټالېزم استثمار دی

خبر:

د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۸مه د روغتیا بیمې ملي بنسټ(NHIF)  د بیمې نوې بستې وړاندې کړې، چې په ټول هېواد کې د بېوزلو لپاره د روغتیايي خدماتو او د راتلونکي په اړه د بحثونو د پیلېدو سبب شوې.

تبصره:

 دغه نوې بستې داسې ترتیب شوې وې؛ ناجالي (زه به پاملرنه کوم)، وېکېزا (تاسې پانګونه وکړئ) او ټایمیزا (ترخپله وسه هڅه وکړئ، چې پوره شئ). داسې ښکاري چې ناجالي بسته د بېوزلو لپاره ده، لږ پیسې غواړي او خدمات یې هم لږ دي. وېکېزا بیا د منځنۍ کچې خلکو لپاره ښکاري چې په منځنۍ کچه پیسې غواړي او خدمات یې هم همدومره دي. همداراز داسې برېښي چې ټایمزا بستې د شتمنو لپاره دي، چې ډېرې پیسې غواړي او خدمات یې هم په لوړه کچه دي.

د نوو بستو پر اساس د ناجالي بستې لپاره د هر کس لپاره لږ تر لږه بیه د  ۱۹۲۰۰۰ او ۶۸۴۰۰۰ تاش تر منځ ده؛ د ټایمیزا د بستې لپاره باید د ۵۱۶۰۰۰ او ۹۸۴۰۰۰ تر منځ پیسې ورکړي. همداراز د یوې کورنۍ (ښځه، مېړه او څلور اولاده) لپاره د ناجالي بستې بیه ۹۰۰۰۰۰ او د ټایمیزا د بستو بیه ۲۲۲۰۰۰۰ ده. له بل پلوه په ناجالي بسته کې، په کال کې یوازې یوه میاشت درملنه شامله ده او د ولادت لپاره خدمات هغه وخت وړاندې کوي چې دوه کال سر په سر ګډون وشي.

دا د پانګوالۍ د ایډیولوژۍ خبیث واقعیت، فاسدوالی او د ټولنیزو خدمتونو تجارتي کول په ډاګه کوي، چې ټولنه ټوټه ټوټه کوي او په څو برخو یې ویشي. له شک پرته چې دا به په ټولنه کې د طبقو کچه لوړه کړي، چې د خلکو لپاره واحد ټولنیز خدمتونه کموي.

راپورونه ښیي چې تانزانیا د نړۍ د غریبو هېوادونو له ډلې څخه ده، نو دغه غریب خلک څنګه کولای شي چې د بیمې پر دغو لوړو بستو کې ګډون وکړي؟ ، د دې پرځای چې د دوی لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، دا په کمزورو خلکو او غریبې ټولنې په ښکاره استثمار دی. په تانزانیا کې روغتیایي خدمتونه، د خدمتونو د کموالي په ګډون د فساد، د زېربنا نشتون، د مسلکي کسانو نشتوالی او نورو ستونزو سره مخ دي. د دې پر ځای چې دغه ستونزې حل کړي، د بېوزلې طبقې پر وړاندې نورې سختۍ هم زیاتېږي.

له کپیټلېزم سره دا غم نشته چې څومره خلک د خپلو اړتیاوو په پوره کولو کې ځورېږي او له ستونزو سره مخ کېږي، د دوی اصلي اندېښنه مالیو او نورو ورکړو ته ده. د روغتیایي بیمې موضوع په ښکاره ښیي چې کپيټلېزم د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې ناکام دی او د خلکو ژوندونه (روغتیا) یې تجاري کړې. د اسلام له نظره بیمه یوه پاکه معماله نه ده، ځکله دلته یوازې د یوې احتمالي پېښې لپاره قرارداد کوي.

په اسلام کې روغتیا او نور ټول ټولنیز خدمتونه لوړو او با ارزښته موضوعات ګڼل کېږي. د خلافت له مهمو دندو څخه یوه هم دا ده، چې د خلکو چارې وڅېړي او پاملرنه ورته وکړي. خلافت دولت باید خلکو ته دواګانې او شفاخانې د تجارت لپاره نه، بلکې د خدمت لپاره جوړې کړي، چې له پیسو پرته او په ډېره کمه اندازه مصرف ولري.

مسلم له جابر څخه روایت کړی، چې نوموړي وویل:

«بَعَثَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ طَبِيبًا فَقَطَعَ مِنْهُ عِرْقًا ثُمَّ كَوَاهُ عَلَيْهِ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ابي بن کعب ته ډآکتر ورولېږه؛ ډاکتر د هغه رګ وواهه او وروسته یې وداغه.

همدارنګه په المستدرک کې الحکیم له زید بن اسلام څخه روایت کړی، چې د نوموړي پلار ویل:

«مَرِضْتُ فِي زَمَانِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ مَرَضاً شَدِيداً فَدَعَا لِي عُمَرُ طَبِيباً فَحَمَانِي حَتَّى كُنْتُ أَمُصُّ النَّوَاةَ مِنْ شِدَّةِ الْحِمْيَةِ»

ژباړه: زه د عمر ابن الخطاب رضی الله عنه د خلافت په دوران کې سخت ناروغ شوم. عمر رضی الله عنه راته ډاکتر راواسته، هغه ماته د تغذیې لارښوونه وکړه، چې زه باید له خرما او ځینو طبي بوټو پرته نور څه ونه خورم او پرهېز وکړم.

نړۍ نن ورځ د خلافت تر واکمنۍ لاندې د اسلام پلي کېدو ته اړتیا لري، چې د وحشي او غیر انساني ایډیولوژۍ ځای ونیسي. دوی هر شي ته د ګټې له زاویې څخه ګوري، په عموم کې خلک غریب کوي، ترڅو نور هم وځورېږي او له کړاوونو سره مخ شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: سید بیټوموا

په تانزانیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې